د قیام صیب د هغه شعر په ځواب کې چې وايي
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

 

 

 

داسې ګړۍ نشته چې په مونږ باندې بمبار نشته

راشه  که  راځې اختره! راشه که دې  ډار نشته

مرګ به  قبلوې اختره!  د لته که راتلل غواړې

ستا خپله مرزی ده که راځې زموږ انکار نشته

---------------------

واوره اې قیامه!د ټپي زړګي خبرې زما

دا له وینو ډکې په اور سوې ملغلرې زما

 

نه درځم ستا کورته، ستا کاله کې تباهي وینم

ویر وینم ،  ماتم  وینم، کړاو وینم، وراني وینم

 

ستا  له  ښکلي کور نه اخترونه  تښتید لي دي

ستا ماشومان واړه  په سرو  وینو  لمبید لي دي

 

ستا د کور زلمیان  د بم  لوګي کې آلوتلي  دي

ستا د باغ شنیلي د وچکالۍ ناورین ځبلي  دي

 

ګوره  د  وسلو په  زور  د ظلم پاچاهي  ګوره

دا د خرو هونګارې  وحشتونه  تباهي  ګوره

 

دغه طالب جان، دغه ملا، دغه چړي  ګوره

دا  د جوماتونو ځان وژونکی  حرامی  ګوره

 

دا میراث خواره د انګریزانو دغه سپي ګوره

دغه قاتلان د[آی ایس آی] د څار سړي ګوره

 

دا  د مجاهد په  نوم   د ظلم  تور ښامار ګوره

دغه  تالي  څټی د پنجاب  دغه غدار ګوره نوم

 

اي ګرانه قیامه! ستا د قام ملی رهبر څه  شو

ستا د پوهې خلک ملت پال هغه داورڅه شو

 

ستا د ګران وطن امیرالملک  ستا  لښکر څه  شو

ستا خلقي نظام، آزاد  ژوندون او ستا سنګرڅه شو

 

نه درځم ستا کورته ، ترڅو جوړ خلقی نظام نه وي

پاکه  ورور ګلوي نه وي، د  خلکو انتظام  نه  وي

 

پریږده  په  غربت  کې  د  انغري  توره    ایره  شمه

بل مې په سر اور شي، سور انګار او سره لمبه شمه

 

کور زما ویجاړ دی، ویجاړ کورکې اوسیدای نشم

پښې دي  زما ماتې ، ستا  درګاه  ته  رسیدای  نشم

 

په مینه او ادب- د لوی اختر دوهمه ورځ پویان

 


November 12th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان